معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / محمود احمدي نژاد د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه

محمود احمدي نژاد د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه.

احمدي نژاد نن سهار د ایران کورنیو چارو په وزارت کې د ټاکنو په مرکزي دفتر کې له نوم لیکنې وروسته وویل چې، دا یوه نوې او ویاړلې دوره کېدای شي. احمدي نژاد له ۱۳۸۴څخه تر ۱۳۹۲ پورې د ایران ولسمشر و.

نوموړی په ۱۴۰۰ کال کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی و.

د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د ایران ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې له وخت وړاندې د روان کال د چنګاښ په اتمه ترسره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس