کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فلسطین دولتي خبري آژانس خبر ورکړی، چې د یاد هېواد ولسمشر محمود عباس په یوه رسمي سفر سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی.
د خبر پر بنسټ محمود عباس د دغه سفر په ترڅ کې تېره ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او دواړو لوریو د غزې جګړې او سیمه ییز کړکېچ په تړاو بحث او خبرې کړي.
په دې لېدنه کې محمد بن سلمان د کړکېچ د راکمولو لپاره د سعودي عربستان د ژمنتیا ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ریاض له نړیوالو او د سیمه ییزو ډلو سره په ګډه د کړکېڅ د کمولو لپاره هڅې کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/