کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د لویو لارو پر مسافر وړونکو موټرو د سرعت محدودیت ټاکلی او اعلان یې کړی، چې چلوونکي نه شي کولای له ۱۰۵ کیلومتره په ساعت زیات سرعت وکړي.
د وزارت د چارواکو په وینا، د دې پرېکړې موخه د مسافرو خوندي تګ – راتګ او د ترافیکي پېښو مخنیوی دی.
مسوولین زیاتوي، د سرعت لا ښه کنټرول لپاره، په مسافر وړونکو موټرو کې جيپياېس آلې نصب شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د ټرانسپورټ وزارت ټینګار کړی، چې د یاد سرعت له سرغړونې سره به قانوني چلند کیږي، څو د سړکونو خوندیتوب یقيني شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/