معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسوولینو په هلمند کې پر اوسپنې بار د دوه مازدا موټرو د قاچاق مخه ونیوله

مسوولینو په هلمند کې پر اوسپنې بار د دوه مازدا موټرو د قاچاق مخه ونیوله

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امنیتي مسوولینو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه د اولې امنیتي حوزې قلعه کهنې سیمه کې پر اوسپنې بار دوه عرادې موټرې نیولي دي.
د خبر پر بنسټ امنیتي مسوولینو د ګرمسېر ولسوالۍ او اولي امنیتي حوزې د ځواکونو له لوري په اوسپنه بار یوه عراده مازدا او یوه عراده ټیوټا ډوله موټر نيول شوي، چې یادو کسانو غوښتل په غير قانوني او قاچاقي ډول اوسپنه، مبلین او یو شمېر نور اجناس له هېواده بهر ولېږدوي.
د دوی په خبره د دغه قاچاق په تور یې دوه تنه هم نیولي او عدلي_قضايي ارګانونو ته یې ور وپېژندلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د سرپرست افغان حکومت له لوري بهر ته د اوسپنې پر لېږد تر بندیز وروسته د هېواد په اکثرو سرحدي سیمو کې د ورته قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی او ځینې مهال یې په تور خلک هم نیولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس