معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / “مشرف” چې د واکمنۍ تر تورې دورې وروسته یې تر یو کال اوږد ځنکدن تېر کړ!

“مشرف” چې د واکمنۍ تر تورې دورې وروسته یې تر یو کال اوږد ځنکدن تېر کړ!

د پاکستان پخوانی واکمن او د دغه هېواد پوځي ډیکتاتور جنرال پرویز مشرف تر اوږدې ناروغۍ وروسته بالآخره څو ورځې وړاندې د دوبۍ په امریکایي روغتون کې ساه ورکړه.
جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ زېږدیز کال، د هغه هېواد د وخت پر لومړي وزیر میا نواز شریف تر یوې پوځي ډوله کودتا وروسته واک ته ورسېد او دا په دقیقه توګه هغه وخت ؤ چې نواز شریف د یو لړ ملحوظاتو پر بنسټ غوښتل تر څو د پاکستاني کومانډو دا مشر له پوځي مشرۍ لرې کړي، خو مشرف پرې وار ړومبی کړ او کودتاه یې پرې وکړه.
په ۲۰۰۱ زېږدیز کال په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې تر تاریخي او بوږنونکې پېښې وروسته، د پاکستان پوځي واکمن جنرال مشرف د هغه وخت امریکایي ولسمشر “جورج ډبلیو بوش” ته د ملګرتیا لاس ورکړ او امریکا ته په پاکستان کې د “جېک آباد” هوايي او پوځي اډې په ورکړې سره پر افغانستان باندې د بهرنیو ځواکونو د نا روا وحشیانه یرغل ته زمینه برابره کړه.
که څه هم د “مشرف” دغه اقدام نه یوازي د افغانانو چي آن د ګڼو پاکستانیانو قهر راوپارولو او په خپله په پاکستان کې يې په اعتراض پراخ لاریونونه یې وشول، خو مشرف نه د خپلو خلکو د لاریونو پروا وساتله او نه د نړیوالو اصولو او قوانینو.
د مشرف تر واکمنۍ لاندې پاکستاني پولیسو په لسګونه د القاعده او د پخواني افغاني رژیم چارواکي ونیول او امریکا ته یې تسلیم کړل.
جنرال مشرف چې یو پاکسانی جنرال او ظالم پوځي ډیکتاتور ؤ، په ډیکتاتورۍ او قاطعیت کې یې ځانګړی شهرت درلود، د نوموړي یو شمېر مخالفینو د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته د اسلام فروش او مسلمان فروش لقب هم ورکړ، خو نوموړي د دې ټولو هېڅ پرواه و نه کړه او د هغه وخت د امریکایي واکمنو ډول ته نڅا شروع کړه او د مسلمانمانو په ټکولو کې یې له هېڅ ډول ظلم نه مخ و نه ګرځولو.
د نوموړي د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې د همدغه سیاستونو له امله د پاکستان لپاره یو داسې نوم هم ثبت کړ چې له هغې ورځې راپدیخواه یې په سیمه ییز او نړیوال سیاست کې مخ او شاه نه معلومیږي.
مشرف امریکایانو او لویدیځوالو ته د خپلې وفادارۍ د ثابتولو په لړ کې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته، نه یوازې په پاکستان کې پراته ګڼ افغانان، چې ډيپلوماتان هم پکې وو، امریکا ته وسپارل او آن ځینې پاکستاني اتباع یې هم پر امریکا خرڅ کړل چې ښه بېلګه یې پاکستانۍ ساینس پوه مېرمنه ډاکتره عافیه صدیقي یادولای شو.
پر دې سربېره مشرف په پاکستان کې د خپلو قبایلي اوسېدونکو کورونه چې تر ننه پورې خپل حالت ته نه دي راغلي، د امريکا د‌ خوشحالولو لپاره بمبارد کړل او د قبایلي سیمو په لس هاوو تنه اوسېدونکي یې د افغانستان خاورې ته پناه راوړلو ته مجبوره کړل.
خو د دې ټولو سره سره بیا هم د ده د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د واکمنو له خوا تل دا تور را پورته کېدو چې په افغانستان کې جنګېدونکې ډلې په پاکستان کې سمبالېږي او آن دا تور به کله نا کله په افغانستان کې مېشتو لویدیځوالو هم زمزمه کولو.
مشرف لویدیځوالو ته د خپلې وفادارۍ د ثابتولو په لړ کې پدې هېواد کې د شته دیني مدرسو خلاف لوی عملیات پیل کړل چې له هغې جملې یې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د لعل مسجد او حفصه مدرسې خلاف پوځي عملیات وو چې دلته یې بې ګناه معصوم انسانان او آن ښځې او ماشومان په وینو ولړل.
د دغه پوځي ډیکتاتور یو عجیب سیاست دا هم و، چې لکه مارماهي یې یو لور ته سر او بل لور ته لکۍ ښوروله او بالآخره دغه د تاریخ بدنامۍ ډیکټاتور د پوځي قدرت د ناوړه ګټې اخیستنې او خیانت تر تور تاریخ وروسته په داسې حال کې چې په خپل هېواد کې محکمې پر خیانت تورن کړ او څو ځلې هم د محکمې غونډې ته حاضر نشو، الله تعالی په یوه داسې ناروغۍ ګرفتار کړ چې اوږده موده نه مړ او نه ژوندی د روغتون پر کټ پریوت او تر اوږده ځانکدن وروسته یې د ۷۹ کالو په عمر د اماراتو په یو روغتون کې په رسمي توګه مړینه اعلان شوه او د الله تعالی حساب او کتاب ته ورغی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس