معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مصر له اسراییلي ځواکونو د رفح بندر د بیا پرانیستو غوښتنه کړې

مصر له اسراییلي ځواکونو د رفح بندر د بیا پرانیستو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ.نیوز د خبر له مخې د مصر القاهره نیوز چینل راپور ورکړی، چې مصر د رفح له لارې د فلسطيني غاړې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو پر اړتیا ټینګار کړی، څو یادې پولې ته بېرته خپلې بشري چارې پیل کړي.

القاهره نیوز د یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، په قاهره کې د مصر، امریکا او اسراییلو د استازو په ګډون درې اړخیزه غونډه شوې، چې د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د رفح لارې د بیا پرانیستلو په اړه په کې بحث وشو.

د سرچینو په حواله مصري پلاوي د یادې غونډې په ترڅ کې ویلي، چې اسراييل غزې ته د مرستندويه توکو او بشري مرستو د ورتلو د مخنيوي بشپړ مسووليت لري او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه يې وکړه، چې هره ورځ لږ تر لږه ٣٥٠ مرستندويه لارۍ دې تړانګې ته ولېږدوي.

د یادونې ده چې دغه کرښه د غزې څخه بهر د ناروغانو او ټپيانو د درملنې او د بشري او مرستندويه توکو د رسولو لپاره يوه اصلي دروازه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس