معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد بېرته د رییس الوزرا په توګه خپله دنده پیل کړه

ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد بېرته د رییس الوزرا په توګه خپله دنده پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد نن له غرمې مخکې کندهار څخه کابل ته را ستون شو.
د ده په خبره نوموړي په کندهار کې له استراحت او تداوۍ وروسته نن دوشنبه د امیرالمومنین هدایت سره سم بېرته د هېواد پایتخت کابل ته راستون شو او د کابل په هوایي ډګر کې یې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر لوی ریاست او یو شمېر لوړ رتبه مسوولینو لخوا هرکلی وشو.
کریمي زیاته کړې، چې نوموړی به ارګ ته له رسېدو سره سم د ریاست الوزراء عالي مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوي.
څه موده وړاندې نوموړی د ناروغۍ له امله کندهار ته تللی و چې چارې یې د سرپرست په توګه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مخته وړلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس