کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور او د اوو نورو تعدیل کړل.
اقتصادي معاونیت ویلي، په منظور او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ابګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا د تولیدي کارخونې د یوه توربین بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کول، هېوادوالو ته د باکېفیته او چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدماتو وړاندې کول، د بادغیس په قلعه نو ښار کې د اوبو رسولو لویې شبکې بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د افغان حکومت له لوري تمویلیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/