معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملي دفاع وزارت د خوست او پکتیا په سرحدي سیمو کې د نښتو جزیات خپاره کړل

ملي دفاع وزارت د خوست او پکتیا په سرحدي سیمو کې د نښتو جزیات خپاره کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخ  د ملي دفاع وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د خوست او پکتیا ولایتونو اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نښتو په اړه وضاحت ورکړل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، د هېواد د سویل لوېدیځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نقطو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پټنځایونه په نښه شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دغو مرکزونو څخه په افغانستان کې بریدونه تنظیمېدل، چې افغان ځواکونو په انتقامي عملیاتو کې په نښه کړل.

تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې په یادو بریدونو کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خاورې د دفاع په برخه کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس