معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز کړی

ملګرو ملتونو افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د معرفي کولو وړاندیز کړی دی.

د راپور پر بنسټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ نیویارک کې د خپلې غونډې پرمهال دا وړاندیز وکړ او ویې ویل چې په دې ډول به له افغانستان او د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې زیاتې شي.

بل لور بیا د فرانس پرېس خبري آژانس ویلي، چې د پرېکړې له مخې به دا ځانګړی استازی د جنسیتي برابري او بشري حقونو مسلې ته ډېره پاملرنه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش به اوس دا ځانګړی استازی ټاکي.

تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې کله به دا استازی معرفي کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس