معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو بیا ځل افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړي

ملګرو ملتونو بیا ځل افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو متلونو سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې پرون په جینوا کې جوړه شوه، ګډونوالو یې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د خبر له مخې د دغې غونډې ګډونوال له سرپرست حکومته غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې دې بندیزونه له ځنډ پرته لرې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم په دې غونډه کې خپل راپور شریک کړ.
نوموړي ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې پر وړاندې باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره ګام پورته کړي.
په دې غونډه کې د قطر، پاکستان، د اروپايي ټولنې استازي او د ځینو نورو هېوادونو استازو، په افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړو لپاره د زمینې پر برابرېدو هم ټينګار کړی دی.
افغان لوري لا تر دې دمه د دغو څرګندونو په غبرګون کې څۀ نۀ دي ویلي، خو تېر کې یې دا د افغانستان داخلي مسله یاده کړې او ټینګار یې کړی چې د اسلامي تدابیرو پۀ پام کې نیولو سره به ډېر ژر د نجونو پر وړاندې تحصیلي او تعلیمي دروازې پرانیزي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس