معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هېوادونو سره د ۱.۲ ملیارده ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هېوادونو سره د ۱.۲ ملیارده ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۳):
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، د افغانستان او اوکراین په څېر هېوادونو کې د مېرمنو لپاره او د صحي خدماتو وړاندې کولو په موخه د ۱.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
ملګري ملتونه زیاتوي، غواړي په دې پیسو سره د افغانستان سوریې او یمن په ګډون د نړۍ په ۶۵ هېوادونو کې له مېرمنو سره مرسته وکړي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو ادارو د روانې میاشتې په پیل کې د ۲۰۲۳ کال لپاره، له ۲۳۰ میلیونو کسانو سره د بشري مرستو په هدف د ۵۱.۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې افغانستان، سوریه، اوکراین، یمن، سومالیا، سوډان، د کانګو جمهوريت او ایتوپیا هغه اته هېوادونه دي چې د لېست په سر کې ورسره ځای لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس