معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونو ته ۱۲۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونو ته ۱۲۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په ۱۴ بې‌ وزلو هېوادونو کې د بشري مرستو د رسولو عملیاتو ته له خپلې بېړنۍ بودیجې څخه ۱۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د راپور پر بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارټین ګریفیتس ویلي، په داسې حال کې چې د دې سازمان ډېری بشري عملیاتو او مرستندویو ادارو ډېره لږه بودیجه لرله، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې کار ته اړتیا لیدل کېده.
ملګرو ملتونو په دې لړ کې د افغانستان او یمن لپاره شل – شل میلیونه ډالر او د فلسطیني قلمرو او ملاوي په څېر د نور هېوادونو لپاره د نهو او څلور میلیونه ډالرو ترمنځ بېړنۍ بودیجې ځانګړې کړې دي.
له دې ۱۲۵ میلیونه ډالرو سره هغه بېړنۍ بودیجه چې ملګرو ملتونو سږکال د خپلو لګښتونو لپاره ځانګړي کړې، له ۲۷۰ میلیونه ډالرو واوښته.
د یاد سازمان ویاند ویلي، چې که مرستندوی هېوادونه د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ نږدې ۳۹ میلیارده ډالره بسپنې غوښتنې ته ځواب ونه وايي، نو ښايي سږکال د نړۍ میلیونونه وګړي وږي پاتې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس