معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د سخت ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د سخت ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۸):
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، زرګونه افغان پناه غوښتونکي د خوندیتوب او ښه ژوند په لټه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې سخت ژوند تېروي.
اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي، د دې لپاره چې په زیانمنو حالاتو کې د پناه غوښتونکو خوندیتوب وساتل شي او باور ایجاد شي، نو د پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې بیا د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د عکسونو د یوه نندارتون له خبر سره لیکلي، هر کال افغانان د شخړو، طبیعي آفتونو، اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دي.
نړۍ کې په غوڅ اکثریت ډېری افغانان د ګډوالۍ او مهاجرت ژوند تېروي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس