معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګرو ملتونو د شویو ژمنو عملي کولو په اړه د افغانستان نوي حکومت ته خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو د شویو ژمنو عملي کولو په اړه د افغانستان نوي حکومت ته خبرداری ورکړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت باید له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو شویو ژمنو عمل وکړي.
انتونیو ګوترېش دا خبره د افغانستان د وضعیت، نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې کړې ده.
نوموړي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې، افغانستان باید د تبعیض، بې‌ عدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.
ګوترش د افغان حکومت له حاکمو چارواکو غوښتي چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم اجازه ورکړي او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو او د حجاب په برخه کې پر لارښوونو بیا غور وکړي.
ګوترش دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې د افغانستان نوی حکومت د یو نیم کال په تېرېدو د هېڅ کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس