کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدافعانو ځانګړې راپور ورکوونکې ماري لاولر د بلوچستان د بشري حقونو فعالې مهرنګ بلوچ د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ماري لاولر د اېکس خواله رسنۍ له لارې ویلي، مهرنګ بلوچ او یو شمېر نور کسان د اعتراضونو د ځپلو په لړ کې نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، پولیسو مهرنګ بلوچ د کویټې ښار کې هغه مهال ونیوله، چې نوموړې د بشري حقونو د نقض پر ضد د لاریونونو مشري کوله.
د بلوچستان پولیسو تر اوسه د مهرنګ بلوچ د نیولو رسمي علت نه دی څرګند کړی، خو د بشري حقونو فعالانو دا نیونه د اعتراضونو د غږ چوپ کولو هڅه بللې او د پاکستان د حکومت دغه چاره یې غندلې ده.
د خبر پر بنسټ د پاکستان له دې اقدام وروسته په زرګونه بلوڅان د نوموړې د خلاصون په شعار لارو – کوڅو ته راوتلي او هر څه ژر د نوموړې د خلاصون غوښتونکي شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/