معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو سوريې ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټینګار کړی

ملګرو ملتونو سوريې ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، سوریه په نړۍ کې لاهم یو له سترو بشري ناورینونو سره مخ هېواد دی.

هغه سوریې ته په بېړنیو مرستو رسولو ټینګار کړی.

نوموړي پر اېکس پاڼه سیمه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو د کارکوونکو انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې همکاران يې د خلکو د اړتیاو ارزولو او لاهم په چټکۍ سره د بدلون وړ شرایطو ته د ځواب ورکولو لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي، د بشردوستانه او بیارغونې لپاره کافي ملاتړ خورا مهم دی.

بل لور د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دمشق ته له سفر او د سوریې له نویو مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي، سوریه ښه راتلونکی لري او دوی یې ترڅنګ ولاړ دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس