معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله‌ ییزې وېستنې اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله‌ ییزې وېستنې اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نژادي تبعیض د لمنځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د ډله‌ ییزې وېستنې په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې.

د خبر پر بنسټ دې کمېټې د افغانانو جبري او ډله‌ ییزه وېستنه ټکان ورکوونکې بللې او په‌ دې اړه یې جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې کمیټې مشر مایکل بالسرزاک ویلي، د تېر کال راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو ډله ییزه وېستنه پیل کړه، تر دا مهاله یې اووه لکه افغان کډوال په جبر له پاکستانه وېستلي دي.

د نژادي تبعیض د له‌ منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې مشر زیاته کړې، چې پاکستان باید د زیانګالو افغانانو په تړاو جلا څېړنې وکړي، څو ځينې دا افغانان لکه بې سرپرسته ماشومان د قاچاق او ناوړه استفادې له خطرونو بچ پاتې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس