کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي سټیفن دوجاریک ویلي، چې ملګري ملتونه د اسراییلو لخوا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې شبکې د دفتر پر تړلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، خبریالان د نړۍ سترګې او غوږونه دي. دوی له نړۍ سره مرسته کوي چې خلکو ته شوې پېښې او مسایل وښیي، چې باید له ځورونې او هر ډول خنډ پرته خپله دنده ترسره کړي.
د اسراییل اشغالګرو سرتېرو د یکشنبې په سهار د لوېدیځې غاړې په رام الله کې د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال پر دغه دفتر ورننوتل او کارکوونکو ته یې د ودانۍ د خالي کولو امر وکړ، چې د ۴۵ ورځو لپاره دې دفتر وتړل شي.
له هغه وروسته الجزیرې په خپل عربي چینل یو ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې په درنو وسلو سمبال ماسک پوشه کسان د الجزیرې دفتر ته ننوځي او د بندولو فرمان یې صادروي.
د اسراییلو پوځ ویلي، دغه دفتر یې د ترهګرۍ د هڅولو او د ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ مخنیوي په موخه تړلی دی.
په ورته مهال الجزیرې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تورونه رد کړي او په خپل دفتر کې یې د اسراییلو جنایتکارانه عمل غندلی او د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې.
بل لور د فلسطین د خبریالانو اتحادیې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییلو دا کړنه د سیمه ییز ژورنالیزم او رسنیو د سازمانونو پر وړاندې سخته سرغړونه بللې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/