کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو په ۷۸مې سرمشریزې کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې امنیت او ټيکاو ارزښتناکه او مهم ګڼلي دی .
هغه همدا راز غوښتنه کړې چې د افغانانو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي.
په دغه غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره بیا وايي، د افغانانو د وضعیت ښه کېدو لپاره په ټولیزه توګه هلو – ځلو ته اړتیا ده.
رتنو مرسودي زیاتوي چې هېواد یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونو ته درناوی کیږي، خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او افغانستان د ترهګرو ډلو پټنځای نه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/