معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې

ملګري ملتونه افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې یومیکو تاکاشیما ویلي، ۹۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې باید دغه هېواد سره بشري مرستې دوام وکړي.
نوموړې ویلي، چې د مېرمنو په اړه د سرپرست افغان حکومت وروستیو پرېکړو د بشردوستانه مرستو بهیر اغېزمن کړی، خو زیاتوي چې د ملګرو ملتونو سازمان په پکتیکا ولایت کې نږدې ۱۳۰۰ کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې او خپلو مرستو ته به نور هم پراختیا او چټکتیا ورکړي.
نوموړې وړاندې ویلي، چې د افغانستان ۹۸ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او د دغه هېواد د نفوس څه باندې نیمه برخه بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس