کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ ټرینچارډ ویلي، دغه سازمان په پام کې لري چې د روان زېږیز کال تر پایه له څه باندې ۱۰ میلیونه افغانانو سره مرستې وکړي.
ټرینچارډ زیاته کړې، د دغه سازمان فعالیتونه تر ډېره کروندګرو ته د لنډمهالو او بېړنیو مرستو پر برابرولو او اوبو ته د کروندګرو د لاسرسي په برخو کې دي.
د دغې سازمان د خبر پر بنسټ دوی په افغانستان کې تېر کال له ۱۸.۶ میلیونه خلکو سره مرسته کړې چې زیاته برخه یې له کروندګرو پر ملاتړ ورټوله ده.
د سېلابونو مخنیوي لپاره په ټولیز ډول د ۶۰۰ کیلو مترو په اندازه کانالونه، ۷۰۰ چکډیمونه او د اوبو د ذخیرو لپاره تر ۱۸ میلیونه زیاتې کندې وېستل شوې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/