معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو دوهمه غونډه جوړوي

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو دوهمه غونډه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان په تړاو د یو بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسي.

د خبر پر بنسټ، د دې غونډې موخه د افغانستان په تړاو د نړیوالې اجماع پیاوړتیا ده.

د خبر پر اساس د دغه سازمان د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي ویلي، دې غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث وکړي، چې د افغانستان پر وضعیت یې کړی دی.

نوموړې همداراز زیاته کړې، چې د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د روان زېږیز کال تر فبرورۍ میاشتې پورې غځول شوی، چې د ځانګړې استازو غونډه ترتیب کړي.

هغې همدا راز ویلي، روزا اوتنبایوا به هم په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت هم د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل استازي پر حضور ټينګار کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس