معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه د افغان حکومت پر نویو مشرانو د بندیزونو د معافیت موده یو کال نوره هم غځوي

ملګري ملتونه د افغان حکومت پر نویو مشرانو د بندیزونو د معافیت موده یو کال نوره هم غځوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، ممکن د افغان حکومت نوې واکمنۍ پر یو شمېر مشرانو، اړوندو ادارو او شرکتونو د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت د نور یوکال لپاره هم وغځول شي.
که څه هم اوسمهال د دې ډلې ماموریت پای ته رسېدلی، خو د کېدونکې پرېکړې پر اساس، کېدای شي د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډېسمبر تر ۱۷مې نېټې دوام وکړي.
دې ډلې ته دنده سپارل شوې چې د افغان حکومت پر اوسنیو مشرانو د لګېدلو بندیزونو په اړه معلومات راټول او پر ټاکلې نېټه خپل ماموریت بشپړ کړي.
د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ پرېکړه ‌لیکونو پر بنسټ د بندیزونو په لېست کې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس