معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه سبا د افغانستان په تړاو ناسته کوي

ملګري ملتونه سبا د افغانستان په تړاو ناسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې هېواد د غوښتنې په اساس سبا جمعه د افغانستان په تړاو ناسته جوړه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویاندې ویلي، دغه غونډه به د جمعې په ورځ د آمنې محمد په حضور سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړه شي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویاندې شهاد مطر زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیاله آمنه محمد افغانستان ته د خپل کړي سفر ارزونه وکړي او د افغانستان د وضعیت او د هغو پيغامونو په تړاو به هم خبرې وکړي چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو ته یې وړاندې کړي دي.
تر دې وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې تمه کیږي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس