معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه غزې ته د مرستو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانیستلو غوښتنه کوي

ملګري ملتونه غزې ته د مرستو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانیستلو غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) جینیوا کې د یوې خبري ناستې پرمهال غزې تړانګې ته د مرستو د رسولو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د همغږۍ دفتر (OCHA) ویاند جینس لایرک په دې ناسته کې ویلي، چې دفتر یې په هره طریقه د غزې تړانګې ته د ټولو مرستو هرکلی کوي، خو بیا هم په دې باور دي چې ځمکنۍ لارې تر ټولو ورته مهمې دي.

د دوی په وینا دا غوره ده چې د ځمکنیو لارو څخه د کار په اخیستو مرستې په مستقیم ډول د اړتیا وړ ځای ته ورسیږي.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ په یوه خبري غونډه کې وویل، د مې له شپږمې راهیسې چې اسراییلي اشغالګرو د رفح پر ضد پوځي عملیات پیل کړي، د رفح له لارې د غزې تړانګې ته د طبي وسایلو د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې، ځکه چې د غزې تړانګې په اوږدو کې د اسراییلو پوځ کنټرول لري.

هغه دا هم وویل، چې د رفح لارې تړلو په غزه کې د بشردوستانه کارکوونکو لپاره حالات او کارونه ستونزمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د طبي توکو او سون موادو نشتوالی د غزې خلکو او د غزې طبي سیسټم چې دمخه د پایښت وړ نه و، ډېر خطرونه رامنځته کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس