معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې یې د نږدې ۱۳ زره ښځینه بزګرو ملاتړ کړی

ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې یې د نږدې ۱۳ زره ښځینه بزګرو ملاتړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې یې په افغانستان کې د آبادي په نوم د پروژې له لارې د نږدې ۱۳ زره بزګرو ښځو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د UNDP څانګې پرون په یوه ټویټ کې د فاطمې په نوم د یوې افغانې یادونه کړې او ویلي یې دي، نوموړې د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه ګټونکې ده چې د دې ادارې په مرسته توانېدلې، د خپلو وزو د مستو او چکې د پلورلو له لارې خپل ژوند مخته یوسي. افغانستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، په کلیوالي سیمو کې ښځې د کور د کارونو ترڅنګ له خپلو سړو سره په کروندو کې هم لاس يو کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس