کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د تمویل او مشارکتونو رییسه، لیزا ډاوټن د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې د افغانستان نږدې ۵۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
نوموړې ویلي، نږدې ۵۰ سلنه نفوس چې ۲۳.۷ میلیونه کیږي، بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا په نړۍ کې د اړمنو درېیم تر ټولو لوی شمېر دی.
د ده په وینا له هرو څلورو افغانانو یو یې نه پوهيږي، چې خواړه به له کومه کوي
د لیزا ډاوټن په خبره، له ۱۹۵۰ زېږیز کال راهیسې د افغانستان ځینو برخو کې د تودوخې کچه د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره لوړه شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/