کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ويلي، چې دوی له بې ځایه شویو او زیانمنو افغان مېرمنو سره د سواد په زده کړه کې مرسته کوي.
د راپور پر بنسټ، د دې ادارې د افغانستان څانګې د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دوی هڅه کوي بېځایه شوې افغان مېرمنې د لیک لوست مهارتونه زده او پر ځان باور ترلاسه کړي.
د سپټمبر میاشتې اتمه د سواد نړیواله ورځ ده او له ۱۹۶۷م کال راهیسې هر کال د سواد د ودې او پراختیا لپاره په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/