کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګري ملتونه ویلي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱ لک ۱۴ زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
دا وینا د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دي.
د دوی په وینا د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې یو پلان ترتیب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، چې د هرات زلزله ځپلي بېړنیو موقتي سرپناوو، خوړو، نغدي مرستو، پاکو اوبو او حفظ الصحې ته اړتیا لري.
د اطلاعاتو له مخې د ژمي په راتلو سره د شویو زلزلو له امله اغېزمن خلک ګرمو جامو، کمپلو او د تودوخې وسایلو ته اړتیا لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/