معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه وایي، پاکستان کې کارت لرونکي کډوال هم له فشار سره مخ دي

ملګري ملتونه وایي، پاکستان کې کارت لرونکي کډوال هم له فشار سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان په ګډه یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني ‌کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د “POR” او “ICC”. کارت لرونکو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان کې ثبت شوي دي.

په بیان کې راغلي، د پروسږ کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان د دولت له لوري د ناقانونه کډوالو د وېستلو بهیر له پیلولو راهیسې یې تراوسه تر ۵ سوو زره زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي، خو د دې بهیر د ترسره کولو مهال لوی شمېر کډوالو شکایت کاوه چې د پاکستان پولیسو ځورولي او کړولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس