کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان له وچکالۍ او د اقلیم له بدلون سره مخ هېواد دی.
د دوی په وینا له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزناک ګامونه اخیستل په کار دي، څو د وچکالۍ په مخنیوي کې اغېزمن پرېوځي.
د دغه پروګرام د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
خبرپاڼه زیاتوي، په ۲۰۲۳ زېږیز کال کې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنوونکو هېوادونو په کتار کې شپږم او د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ څلورم هېواد ګڼل شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/