معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ملګري ملتونه څرګندوي چې ډېری افغان چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي

ملګري ملتونه څرګندوي چې ډېری افغان چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي

ګهيځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال مارکس پوتزل وایي په مرکز او ولایتونو کې یې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي او له دوی سره یې د نجونو د ښوونځیو پر مسئله خبرې کړې دي.

د پوتزل په خبره دا ورته ثابته شوې ده چې لوړه سلنه افغان چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخالف نه دي او د دې ملاتړ کوي چې د نجونو ښوونځي باید پرانیستي وي.
نوموړی وایي تمه شته چې د ښوونځیو دروازې ژر د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو، چې د اوسني حکومت ډېری چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي او هڅه کېږي چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس