کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلي، چې ټاکل شوې نن د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
که څه هم مجاهد د نوموړي د راتلو علت ډاګیز کړی نه دی، خو له دې وړاندې مولانا فضل الرحمن ویلي وو، چې د دغه سفر موخه یې د دواړو هیوادونو د اړیکو پیاوړي کېدل دي.
فضل الرحمن زیاته کړې وه، چې په دې سفر کې به د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره هڅه وکړي.
دې وروستیو کې د یو شمېر مسایلو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/