کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اتو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د دوی په وینا دغه پېښې د سید آباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د هفت اسیا او ټوپ دښتې په سيمو کې د پاسو او سراچې، ټوډي او سراچې موټرو د ټکر له امله شوي.
د میدان وردګو امنیې قومندانۍ ویلي، یادو پېښو کې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان دي.
د دوی په خبره ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/