معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / میدان وردګو کې د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

میدان وردګو کې د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دې ولایت حصه اول بهسودو ولسوالۍ اړوند د دشت يورد په سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو په پایله کې دوه کسانو ژوند بایللی او درې نور ژوبل دي.

د مسوولینو په وینا دغه موټر له کابل څخه بامیانو ته پر لار و، چې له سرک څخه وتلی دی.

مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري او زیات سرعت ښودلی دی.

د دوی په خبره ټپيان د امنیتي مسوولینو او د سیمې د خلکو په مرسته د يادې سیمې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس