معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې د مالدارانو د ملاټړ څلور مرکزونه جوړيږي

مېدان وردګو کې د مالدارانو د ملاټړ څلور مرکزونه جوړيږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هالنډ DC کمېټې په مالي لګښت د کرهنې او مالدارۍ ریاست له لوري په نرخ، سېدآباد او چک ولسوالیو کې د شاوخوا ۴ لکه افغانیو په لګښت ۲ د شيدو راټولولو او ۲ د حېواناتو د خوراک جوړولو مرکزونه جوړيږي.
د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ چارو آمر ویلي، د دغو مرکزونو د جوړولو چارې تجربه لرونکو کسانو ته وسپارل شوي او د دوی د ملاتړ لپاره شاوخوا ۴ لکه افغانی نغدي مرسته په دریو قسطونو کې ورکول کیږي او ور سره یو شمېر وسایل هم دوی ته تسلیم کیږي.
بل خوا د شیدو راټولولو مرکز مسوول وایي، د شیدو محصولاتو را ټولولو مرکز لا ډېرو امکاناتو ته ضرورت لري او هیله لري چې په مېدان وردګو ولایت کې د یادو محصولاتو د پروسېس معیاري مرکزونه هم جوړ شي.
د کرنې او مالدارۍ رییس د یادو مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې د DC کمېټې د طرزالعمل مطابق خلکو ته کار وکړي او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د دغه ولایت مالدارانو ته نور لازم فرصتونه هم برابر کړي.
د یا دولو وړ ده چې مېدان وردګ یو زراعتي ولایت دی چې ډېری خلک یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلې روزمره چارې مخته وړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس