معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې د نږدې ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

مېدان وردګو کې د نږدې ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کليو، بيارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د (ECHO) بنسټ له خوا په سیدآباد، جغتو او اوله حصه بهسودو ولسواليو کې د څه کم ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۶۶ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر له مخې دغه پروژې د عامه حفظ الصحې، کورنیو او ټولنو د ظرفيت لوړولو په برخه کې وې، چې د PIN مرستندويه مؤسسې له خوا د یو کال په جریان کې پلې شوې وې.
مسوولین وایي، یادو پروژو کې ۵۰ د څښاک اوبو او ۹ کاریزونو بیارغول، ٧ بابه مبرزونه، سل د کثافاتو راټولولو سطلونه، پر ٣۲۵۰ کورنیو نغدي مرستې وېشل او د ۳ زره ۲۷۴ کورنیو لپاره د روغتيايي بستو وېشل شامل وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس