معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې د چاڼيزو عملياتو په پايله کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

مېدان وردګو کې د چاڼيزو عملياتو په پايله کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت جیلګې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یو لړ چانیزو عملياتو کې د علیپور د ملګري میرزا په کور کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د دغې سیمې ځایي مسوولینو او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ویلي، چې په نيول شوو وسلو کې دوه میله کلاشنکوف، یوه دانه ټي ټي تفنګچه، یوه پایه ای کم مخابره، دوه میله انګریزی یازده تیر او پنج تیر، ۷۴۷ د کلاشنکوف مرمۍ، ۲۸۵ د انګریزي ټوپک مرمۍ، ۱۰ دانې دشل ډزي مرمۍ، ۴ دانې دهشکې مرمۍ، ۸۱ دانې دپیکا مرمۍ، ۹ دانې د کلاشکوف شاجورونه، دوه دانې چانټې، دوه کورتۍ، یو د مکروف کاش او دوه د یازده تیر کمربند شامل دي.
مسوولینو د دغو وسلو د نیولو په تور د چا د نیولو په اړه څۀ نۀ دي ویلي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ولایت په مرکز او ولسواليو کې یو شمېر وسلې او مهمات په کشفي عملیاتو کې نیول شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس