معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې له جګړه ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

مېدان وردګو کې له جګړه ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست ویلي، د دې ولایت سېدآباد ولسوالۍ د سالارو اړوند د مشنګ کلا سیمه کې له ۳۰۳ هغو کورنيو سره،چې کورونه یې په تېرو څو لسیزو جګړو کې زیانمن شوي وو، د یاد ریاست په همغږۍ د PIN په نوم د موسسې له لوري د دغو د کورونو د بیا رغولو په موخه نغدي مرسته وشوه.
راپورونه زیاتوي، چې د مرستو دغه اندازې لږه برخه ۱۱ زره او ډېره اندازه یې ۳۹ زره افغانۍ وه.
مېدان وردګ یو له هغو ولایاتو دی چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په کې ډېری سیمې او کورونه تخریب شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس