کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د مېدان وردګ ولایت د پوهنې له ریاست سره د څه باندې ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ښوونیزو او اداري توکو مرسته وکړه.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره له دغو مرستو به د لومړنۍ دورې څه باندې ۵۰ زره ۵۰۰ زده کوونکي برخمن شي.
یونېسف د دې مرستې په ترڅ کې د ښوونځیو لپاره اړین مواد او توکي لکه کتابونه، کاغذ، د لیکلو وسایل او نور ښوونیز تجهیزات وړاندې کړي دي.
د مسوولینو په خبره دا مرستې به زده کوونکو ته د زده کړې په ښه محیط کې د پرمختګ زمینه برابره کړي.
د پوهنې ریاست مسوولینو په دې اړه خپل اطمینان څرګند کړی، چې دغه مرستې به د ښوونې او روزنې په کېفیت کې لوی بدلون راولي.
مېدان وردګ د هېواد یو له هغو ولایاتو دی، چې د تېرو جګړو پرمهال له هر اړخه ډېر ځپل شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/