معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان ښار کې ناچاوده توکو چاودنې د یو تن ژوند واخیست

مېدان ښار کې ناچاوده توکو چاودنې د یو تن ژوند واخیست

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت مرکز مېدان ښار کې پر یوه تن د زړو اوسپنو را ټولولو پر مهال پخوانیو نا چاودو توکو چاودنه کړې، چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر پر بنسټ د امنیې قومندانۍ ویلي، د رحیم ګل په نوم دا کس پۀ اصل کې د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د زړو اوسپنو د راټولولو پر مهال پرې د نا چاوده توکو چاودنه کړې ده.
هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله پاتې شوي نا چاودي توکي اوس هم په ډېری سیمو کې شتون لري، چې له امله یې ډېر کله د ولسي وګړو ژوند له خطر سره مخ کیږي.
امنیتي مسوولینو بیا له خلکو او په ځانګړې ډول له ماشومانو غوښتي، چې له شکمنو توکو څخه ځان وساتي او په هکله یې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس