کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته کړې.
اوچا دغه خبر پر اېکس د ټویټ په کولو سره ویلي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې یادې پیسې به په کومه برخه کې ولګول شي.
د اوچا په وینا، ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره له ۱۷ نیم میلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
د ناروې ترڅنګ سویډن، کاناډا، بریټانیا، اسپانیا او سویس هم د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره مرستې کړې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/