معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه بلل شوې

ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه بلل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې په ناروې کې د افغانستان د وضعیت په اړه د اوسلو غونډې په نوم یوې غونډې په کار پیل کړی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ ویلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي او ځينې مدني فعالان کډون لري او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت کړنې وڅېړل شي.
هویټفلډ هیله مندي ښودلې، چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده.
تمه کېږي، چې په دې غونډه کې له نړۍ سره د سرپرست حکومت کړې ژمنې هم وارزول شي.
بل خوا، یاده غونډه کې به افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر رییس هم د سرپرست حکومت د استازو په حضور کې د افغانانو بشري ستونزو په تړاو خبرې ښه او مهم اقدام بولي.
دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان درانی هم ګډون کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس