کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه نامعلومو وسلوالو د بلوچستان ایالت په برخان سیمه کې یو مسافر وړونکی بس درولی، ۱۳ تنه یې ترې ښکته کړي او پر هغوی یې ډزې کړي، چې له ډلې یې اووه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د خبر پر بنسټ دغه پېښه د بلوچستان ایالت برخان سیمې په لویه لار شوې ده.
ویل کیږي چې یاد موټر له کوټې څخه د پنجاب ایالت پر لور روانه و.
د پاکستان امنیتي چارواکو دا پېښه تایید کړې، خو تر دې دمه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/