کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ایران کې پر یو شمېر هدفونو باندې برید تصویب کړی.
د ABC نیوز رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې نتانیاهو د ایران د ځینو هدفونو د برید فهرست تایید کړی.
دغه امریکایي رسنۍ لیکلي، چې سرچینې یې د دې موضوع په اړه له نورو جزییاتو له ورکړې ډډه کړې.
تر اوسه د دغو بریدونو لپاره کره وخت نه دی ټاکل شوی، خو له دې مخکې CNN ادعا کړې وه، چې دا بریدونه به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نه مخکې ترسره شي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وو، د تهران پر وړاندې د تلابیب هر اقدام ته به داسې ځواب ورکړي، چې هغوی به پښېمانه کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/