معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ندوز شېرخان بندر کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

ندوز شېرخان بندر کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

ککابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۴ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د کندوز ولایت د واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د شېرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.

د راپور پر بنسټ، په دغو پروژو کې د یوه جومات، د پاکو اوبو رسولو سیسټم او د ترمینل احاطوي دېوال جوړول شامل دي.

مسوولین وایي، پر یادو پروژو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ترانسپورټ او هوايی چلند وزارت له لوري ورکول کیږي.

تردې وړاندې د شېرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې موټر چلوونکو د اسانتیاوو د نشتون څخه په بار بار شکایتونه کړي وو، چې اوس به د یادو پروژو په بشپړېدو سره موټر چلوونکو ته آسانتیاوې برابرې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس