معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نشه یي توکو سره د مبارزې افغان پلاوی چین ته ولاړ

نشه یي توکو سره د مبارزې افغان پلاوی چین ته ولاړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس په مشرۍ یو پلاوی په رسمي سفر چین ته روان شو.

یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به د دې هېواد په یو علمي سیمینار کې ګډون وکړي.

دا سفر په داسې مهال ترسره کیږي، چې د دوحې درېیمې ناستې ګډنوالو ژمنه کړې وه، چې نشه یي توکو کښت د منځه وړلو او بدیل معیشت برخې سربېره به د نشه یي توکو پر ضد د کارمندانو ظرفیت لوړونې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس