کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رسنیز دفتر ویلي، چې لعلپورې ولسوالۍ کې یې د کور ډایډ مؤسسې په مالي ملاتړ څه باندې ۹،۸ میلیونه افغانیو ارزښت باندې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دوی په خبره یادو شبکو کې درې حلقې د ۴۸ مترو په ژوروالي د کوهیانو کیندل، د ۳۰، ۳۰ او ۵۰ متر مکعب په اندازه د پاکو اوبو دریو ذخیرو جوړول، ۵ زره ۳۹۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او ۲۱۵ شیردانونو نښلول شامل دي.
د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړې ولسوالۍ ګلډاګ، شاکوټي او ترۍ کلیو ۳۴۰ کورونو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/