معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د بې وزلو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او سرپناه جوړونې پروژه پیل شوه

ننګرهار کې د بې وزلو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او سرپناه جوړونې پروژه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي، چې د بې وزلو کورنیو د ملاتړ په موخه یې د ژمني اړتیاوو لپاره د نغدي مرستې پروژه اړونده سکتورونو او ولسوالیو ته ور وپېژندله.

یاده پروژه د OCHA ادارې په مالي ملاتړ او د DRC مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست په چوکاټ کې د حصارک، شېرزاد، سره رود او پچیراګام ولسوالیو کې عملي شوې.

د دوی په وینا دې پروژه کې به ۳۰۸ بې وزله کورنۍ د ژمني توکو لپاره نغدي مرسته ترلاسه کړي او تر څنګ به یې ۱۹۶ کورنیو ته چې د طبیعي افتونو له امله زیانمنې شوې، سرپناوې به ورته جوړې شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس